اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي(خارجه سېكرټري سهيل محمود وئېلي دي 48مه د خارجه وزيرانو كونسل غونډه د اسلامي نړۍ په ??سئ??و د او آئي سي دريځ او د اسلامي نړۍ يو والي او مرستې ته د ودې وركولو په غرض سره رابللې شوې چې بكښې به د پاكستان فعاله كردار رامخې ته كولې شي۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكرټري سهيل محمود جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې د مېشته او آئي سي مشنز مشرانو سره ملاقات كړے او هغوي يې د 22 -23 مارچ 2022 په مهال په اسلام آباد كښې د كېدونكې او آئي سي خ??رجه وزيرانو د كونسل 48مې غوندې په غرض سره د روانو تيارو څخه خبر كړي۔په دسمبر 2021 كښې د او آئي سي خ??رجه وزيرانو د كونسل 17مې غېر معمولي غونډې د كاميابۍ او د او آئي سي مشنز مهم كردار ستائېلو سره خارجه سېكرټري په دې خبره زور راوړو چې 48مه غونډه د خاص اهميت وړ ده٬ځكه چې دا د پاكستان د آزادۍ د 75مې سالګرې په موقع كېږي۔ده ووئيل پاكستانے اولس د خوشحالۍ په دې موقع د خاص مېلمنو د هركلي په طمعه دے۔په افغانستان كښې د انساني صورتحال په اړه د او آئي سي خ??رجه وزيرانو د كونسل 17مې غېر معمولي غونډه كښې د افغانستان لپاره د او آئي سي په مشرۍ كښې هومینټیرین ټرس?? فند جوړ كړے شوے او د او آئي سي عمومي سېكرټري خ??ص استازي تقرري او د او آئي سي مشن مضبوطولو په لوظ نامه اتفاق راتللو سره خارجه سېكرټري په دې خبره زور راوړے چې 48مه غونډه د دې قرارداد منظورۍ نه پس د كېدونكي پېشرفت د جاج اخستو قيمتي موقع وركړي۔ ده ووئېل د انساني همدردۍ له مخې د جوړ كړي ټرس?? فنډ چلولو لپاره د اسلامي پرمختيائي بېنك لخوا د همكارۍ هركلي سره خارجه سېكرټري د غړو ه??وادونو او د افغانستان نړيوالو شراكتدارو لخوا ټرس?? فنډ لپاره په كوټلو لوظونو د عملدرآمد په سمدستي ضرورت زور راوړو ۔دغسې ده او آئي سي مشنز مشرانو ته د 22-23 مارچ 2022 په مهال د خارجه وزيرانو كونسل په پروګرام بريفنګ او د انتظامي انتظامات تفصيلات وركړل۔خارجه سېكرټري ووئيل د پلاوي ټول مشران به د 23 مارچ 2022 په مهال د روايتي” يوم پاكستان”په پرېډ كښې د خاص مېلمنو په توګه رابللې شي۔48مه د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې به د اسلامي نړۍ په ??سئ??و د او آئي سي دريځ او اسلامي يو والي او مرستې ته د ودې وركولو په غرض سره د پاكستان فعاله كردار رامخې ته كولې شي