ملتان۔16جنوری(اے پی پی) دبهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې هغه دخلکو د حالاتو څخه بې پروا نه دے، د خلکو د ستونزو احساس لري ٬ اولس سره د پاتې كېدو او د ګرانۍ مخنيوي له هڅې كوؤ٬ د كورونا د لاسه د تېرو دوه كلونو نه نړيوال معيشت هم بحرانونو سره مخ دې٬ د كال 2023 نه وړاندې به د ګرانۍ جن بوتل كښې بند كړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه تېره ورځ د ګورنمنټ پرائمري سكول اعوان پوره مډل سكول كښې د اپ ګرېډېشن او د اېن اے 156 بېلو يونين كونسلونو كښې دستورو ته خطاب كښې وكړه۔ خارجه وزير زياته كړه چې ستونزې عا??ضي دي ٬ د هېواد خاورې سره مينه لرؤ٬ په هېواد كښ?? پاتې كېدل دي ٬ هېواد سره د وفا كولو نه خبر يؤ٬ بهر كوم فلېټس نه لرؤ او نه كوم اكاؤنټس۔ اولس سره به پاتې كېږو۔ هغه و??ئيل ستونزې رامخې ته كېږي او كه لويې څښتن ته منظور وي ختمې به شي۔ د ټولو ستونزو به ټينګ پاتې كېدو سره مقابله كوؤ۔ هغه و??ئيل اپوزيشن چې څومره هم مارچونه كول غواړي و دې كړي ان هاؤس بدلون به نه راځي او نه به حكومت ختم شي۔ اپوزيشن ته به ماتې وشي۔ هغه و??ئيل د تحريك انصاف جمهوري حكومت به خپله موده ترسره كوي۔ هغه و??ئيل د وزیراعظم عمران خان د کرپشن په اړه زیروټالرنس پالېسي د ستائنې وړ ده۔ هغه و??ئيل حكومت په سپېځلتيا با??ر لري او قومي خزانه په اولس مصرف كوي۔ هغه و??ئيل تحريك انصاف خوش قسمته ګوند دې كوم چې مخلص او مينه كوؤنكي كارمندان لري۔ هغه و??ئيل د كال 2018ء په ټاكنو كښې اولس په مونږ اعتماد كړې اوس م??نږ ټولې وسائل په اولس او اولسي پرمختګ مصرف كوؤ۔هغه و??ئيل په كال 2018 كښې مو چې اولس سره كوم لوظونه كړې وو هغه ټول پالؤ۔ هغه وئيل د كال 2023ء اولسي عدالت ته به د 5 كاله كاركردګۍ په بنياد وړاندې كېږو او كه پاك پروردګار ته منظور وي تحريك انصاف به ګرد هېواد كښې بشپړه كاميابي ترلاسه كړي۔ دستورې ته د اطلاعاتو صوبائي پارليماني سېكتر نديم قرېشي هم خطاب وكړو۔