اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقدامات پارلماني سېكرټري كنول شوذب وئيلي دي نواز شريف د كلبهوشن په اړه چې څه په وزيراعظم هاٶس كښۍ كول، هغه شرمناك دي، مريم نواز سياسي انجينئرنګ لپاره كله د يو او كله د بل اوږه كاروي، كه كېسونه جوړول وي نو د دې مثال به د ن ليګ په دور كښې تر نظره كېږي ، د حېرانتيا خبره ده چې مريم نواز ته كومې شمېرې وركولې شي، هغه غلطې وي. د شورو په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ??ارلماني سېكرټري كنول شوذب ووئيل په خپل دور كښې به ټوله كورنۍ د چارټرډ الوتكې د لارې لندن ته تلله، مريم نواز صاحبه ډېر معصوميت ښائي. كنول شوذب ووئيل انتظار وكړې په كال 2023م كښې به تحريك انصاف په اكثريت سره اقتدار ته بيا راځي. كنول شوذب ووئيل په هند كښې د پاكستان پخواني هائي كمشنر عبدالباسط تورونه دې په سنجيدګۍ سره واخستلے شي. عبدالباسط وئيلي دي نواز شريف د حريت مشرانو سره د لي??نې نه انكار كړے ؤ. هغې ووئيل سجن جندال سره چا ملاقات كړے ؤ، بايد د دې ټولو پوښتنو ځوابونه دوي وركړي. هغې ووئيل مريم نواز خو د كونسلرې په ټاكنو كښې د برخې اخستلو اهل هم نه ده خو تنقيد په عمران خان كوي. هغې ووئيل د ??ينو مافيا په ضد اوس په وزيراعظم هاٶس كښې پرېكړې كېږي. هغې ووئيل كه د بشير مېمن خبره مهمه ده نو په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر بيان هم مهم دے.. هغې ووئيل مونږ د سترې محكمې د پرېكړو احترام كوو، د سترې محكمې جج نواز شريف نااهل ګرځولو په وخت د سېسلين مافيا قيصه بيان كړې وه