كوئټه 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان بلوچستان كښې د امن و امان، سماجي او معاشي پرمختګ په اړه د وړاندېزونو ستائنه كولو سره وئيلي دي وفاقي حكومت د بلوچستان اولس پرمختګ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د بلوچستان د مجموعي صورتحال او د پرمختيائي چارو په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكرې. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو، اسد عمر، مراد سعيد، زبېده جلال، د بلوچستان ګورنر جسټس امان الله، وزيراعظم جام كمال خان، د بلوچستان صوبائي وزيرانو او اعلٰی چارواكو ګډون كولو. په غونډه كښې د بلوچستان چيف سېكرټري وزيراعظم ته په بلوچستان كښې د كورونا وائرس صورتحال، احتياطي تدابيرو او د صورتحال مقابلې لپاره د اقداماتو په لړ كښې تفصيلي بريفنګ وركړو او د روژې په مهال د ضروري څيزونو په مناسب بېعه شتون، په صوبه كښې د پرمختيائي پروژو ترسره كولو په اړه په وفاقي او صوبائي كچه د فنډ، د توان وسيلو په خاص توګه د قابل تجديد توان كارولو او د زرعي څانګې پرمختګ لپاره وړاندېزونه وړاندې كړے شول. وزيراعظم ته د پاكستان او اېران په سرحدي سيمه كښې د سرحدي ماركيټونو جوړولو او د سماجي او معاشي پرمختګ د موقعو څخه د استفادې كولو په لړ كښې په بېلا بېلو وړاندېزونو هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو. دغسې وزيراعظم ته په صوبه كښې د امن او امان مجموعي صورتحال، د پوليس او سي ټي ډي په استعداد كښې د اضافې په اړه هم وزيراعظم ته بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم عمران خان بلوچستان كښې د امن و امان، سماجي او معاشي پرمختګ په اړه د تجويزونو ستائنه كولو سره ووئيل وفاقي حكومت د بلوچستان اولس پرمختګ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي. دغسې په دې مهال وزيراعظم د صوبائي حكومت وړاندېزونو او تجويزونو ته حتمي شكل وركولو لپاره اړوندو وفاقي ادارو ته سپارښتنې هم وكړې.