د پاكستان كرنټ اكاؤنټ سرپلس 959 ملین ډالر ته ورسېد٬ سټېټ بېنك

image

اسلام آباد۔27 اپرېل(اے پی پی) د روان مالي كال په مهال د پاكستان كرنټ اكاؤنټ سرپلس 959 ملین ډالر ته رسېدلے۔ د سټېټ بېنك آف پاكستان (اېس بی پی) شمېرو له مخې په روان مالي كال كښې د جولائي – مارچ 2020-21 لپاره كرنټ اكاؤنټ سرپلس 959 ملین ډالر ريكارډ كړے شوے دے۔ د دې په مقابله كښې د تېر مالي كال جولائی- مارچ 20۔2019 په مهال پاكستان د 4.1 ارب ډالر کرنټ اکاؤنټ خسارې سره مخ و۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سټېټ بېنک آف پاکستان د روان مالي كال په پايه كښې د مجموعي قومي پېداوار په مقابله كښې د كرنټ اكاؤنټ خسارې يو فيصد نه د كم پاتې كېدو هيله ښكاره كړې وه

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں