اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږې او د مېنځني ختيځ خاص استازي او د پاكستان علمان كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د تعليم په نصاب كښې د اقليتونو او د دوي د مقدساتو په ضد كوم مواد نشته، يو كسيزه اقليتي كميشن د وړاندېزونو نه وړاندې مسلم علماﺀ او مفكرينو سره مشاورت نه دے كړے. د ده وړاندېزونه قامي اقليتي كميشن هم مسترد كړي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د مخلتف مكاتب فكر علماﺀ ، مشائخو او اقليتي استازو سره په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع مولانا اسد اﷲ فاروق، مولانا طاهر عقیل اعوان، مولانا محمد اسلم صدیقي، مولانا محمد اشفاق پتافی، علامه طاهر الحسن، قاری شمس الحق، قاری مبشر رحیمی، مولانا محمد اسلم قادری، علامه زبیر عابد، پادری عمائنول کھوکھر، نیئر مشتاق او نور هم موجود وو. حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل د پاكستان آئين او اسلامي شريعت اقليتونو ته چې كوم حقونه وركړي د هغو څخه اختلاف نه شي كېدے. ده ووئيل اقليتي زده كوونكي په نصاب كښې د اسلامي تاريخ او تعلمياتو په اړه اختيار لري. چا ته به په وطن كښې د اقليتونو د حقونو غصب كولو اجازه ورنه كړو. ده ووئيل د وزيراعظم په هدايت د اقليتونو هر ډول تحفظ كولې شي او دوي ته اسانۍ وركولې شي. ده ووئيل د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ د 40 كسيزه كونسل سپړيم كونسل جوړوو. د اقليتونو په اړه بې بنسټه ډنډورې كېږي. ده ووئيل په هېواد كښې مذهب په جبر نه بدلېږي او د ناموس رسالت ﴿ص﴾ د قانون غلط استعمال نه كېږي. ده ووئيل په هند كښې د كورونا رنځورانو په صورتحال د پاكستانيانو جذبات د اسلامي تعليمات له مخې دي