اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي د نومبر نه كالعدم ټي اېل پي سره زم??نږ خبرې روانې وې، د لوظنامې له مخې د فرانس سفير ويستلو په اړه م??نږ په قامي اسمبلۍ كښې د قرارداد راوړلو پابند يو، يوازې د فرانس سفير ويستلو سره دا مسئله په مكمل توګه نه شي حل كېدې، د داسې لائحه عمل ضرورت دے چې په راتلونكي وخت كښې د ناموس رسالت ﴿ص﴾ په اړه ګستاخي رامخې ته نشي. د زيارت په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې وفاقي وزير ووئيل كالعدم ټي اېل پي په نومبر كښې چې كله په فېض آباد كښې ده??نا وركړې وه نو هغه وخت دوي سره زم??نږ يوه لوظنامه شوې وه. د دې نه پس وخت په وخت دوي سره زم??نږ خبرې كېدې، زم??نږ ډېډلاك هغه وخت پېدا شو كله چې كالعدم ټي اېل پي غوښتنه وكړه چې د فرانس سفير دې د هېواد څخه وويستلے شي. ده ووئېل زم??نږ دريځ دا ؤ چې د لوظنامې له مخې م??نږ په دې معامله په پارلمان كښې د قرارداد وړاندې كولو پابند يو. ټي اېل پي ووئيل قرارداد منظورول هم د حكومت ذمه واري ده خو زم??نږ دريځ دا ؤ چې قراداد به په پارلمان كښې وړاندې كولې شي. د منظورې يا مسترد كېدو پرېكړه به پارلمان كوي