اسلام آباد 14 اپرېل(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د محرومو طبقو بحالۍ ??و د هغوي په ژوند كښې بدلون راوستل د موجوده حكومت وړومبې ترجيح ده۔د عالم آباد ويلفيئر ټاون جوړېدو سره به د غريب او نادار اولس خېرښېګړې له مهم كردار ادا كړے شي چرته به چې ضرورت مند ته ټول ضروري وسائل په يو ځاے ترلاسه ك??ږي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ صوابۍ كښې د جوړېدونكي عالم آباد ويلفيئر پروجېكټ د كار پېشرفت په اړه د جاج اخستو غونډې د مشرۍ كولو په مهال وكړه۔پخواني ايئر چيف مارشل سهيل امان غونډه په عالم آباد ويلفيئر ټاؤن كښې د روانو بېلو پروژو پېشرفت څخه خبر كړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په عالم آباد كښې په روانو پروژو د پېشرفت په اطمينان د ټولو اړوند?? محكمو ترمينځه همغږي وستائېله۔ده ووئيل دا پروژه به د سيمې د پرمختګ او خوشحالۍ يو نوے باب شي۔سپيكر د پروژې لپاره د ځايې خلقو لخوا د يو زر كناله زمكې په وركولو ??و د زمكې منتقلۍ په اړه د صوابۍ ډپټي كمشنر مخلصانه هڅې وستائېلې۔په غونډه كښې د سپېشل ټيلنټ ايكسچېنج پروګرام(اېس ټي اي پي)چيف ايګزېكټو عاطف شېخ د معذوره كسانو لپاره د سكولو جوړولو په لړ كښې د عالم آباد انتظاميې سره د مرستې كولو وړاندېز وكړو۔په غونډھ كښې د صوابۍ ډپټي كمشنر٬د پاكستان بېت المال اعلٰی افسرانو هم ګډون كولو۔