د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې د پاك افغان فرينډ شپ ډلې د ايګزېكټو كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد 05 اپرېل(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې د پاك افغان فرينډ شپ ډلې د ايګزېكټو كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د پارليمان په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د كمېټۍ كاميابۍ وستائېلې۔ده ووئيل چې پاكستان افغانستان سره د خپلې تجارتي لارې په نتيجه كښې د مينځنۍ آسيا تر منډيو رسنه ترلاسه كولې شي۔ده پھ دې لړ كښې د كمېټۍ هڅې وستائېلې۔ده ووئيل چې د افغانستان څخه د ويزې ترلاسه كولو په لړ كښې دې نورې آسانې هم پیدا كړی شي۔ده كمېټي د افغانستان د دورې نه هم خبره كړه۔پھ دې موقع افغانستان لپاره د وزيراعظم خاص استازي صادق خان مشوره وركړه چې افغانستان لپاره د ويزه لبرلائزېشن سره به د پاكستان په برآمد كښې اضافه وشي۔وزيراعظم خاص مرستيال ارباب شهزاد د تجارتي ستونزو حل لپاره د اقداماتو په ضرورت ټينګار وكړو۔په غونډه كښې محسن داوړ٬ یعقوب شیخ، نفیسه خټک، شاندانه ګلزار ٬د كورنيو چارو د وزارت٬اېف بي آر٬د خېبرپښتونخوا او د بلوچستان د حكومت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں