اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان وئيلي دي چې ټول رجسټرډ او منظور شوي کورونا ويکسين په زړه پ??ري موثره دي، ويکسين مونږ د ??وئ?? څښتن په فضل مونږ د ناروغۍ نه بچ كوي۔ کورونا وائرس له امله ماشومان دومره نه دي ځپلې شوي،د 80 كاله څخه د زيات عمر كسانو د مړيني شرح زياته ده، د هيلته ورکرز محفوظ ساتل زيات مهم دي ، د ويکسين 22 لکهه خوراکونه پاکستان ته راغلي ، پاکستان كښې 8 نيم لكهه ويکسين لګولې شوي ، حکومت غواړي چې ټولو وګړو له ويړيا ويکسين وركړي، موجودہ صورتحال ته کتلو سره داس?? ښكاري چې د کورونا دريمه چپه به لا روانه وي، د سختي ناروغۍ څخه تقريباً 80 نه تر 90 يا 95 فيصده حفاظت تر هغه وخت ممکن نه دې تر څو چې د ويکسين دواړه خوراكونه لګولو نه پس دوه درې اوونۍ نه وي تېري شوي۔ د دې خيالاو څرګندونه ده د زيارت په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره پ?? خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د کورونا وائرس دريمي چپې په مهال کيسونو كښې تندۍ سره زياتوالې رامخي ته كيږي، ټولو هېوادونو كښې يو خاص شميره كښې ماشومان هم د كورونا له امله ځپلې شوي، ماشومانو كښې په عام توګه دا رنځ زيات نه وي، د کورونا وائرس درېمي چپې په مهال دا وائرس ماشومانو كښې تندۍ سره خپريدې شي