د تېر وخت حكومتونو د اېس آر اوز د لارې د ټېكسونو د نظام حليه بدله كړې، اوسنې حكومت اېس آر اوز نه نافذ كوي. د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر په قومي اسمبلۍ كښې څرګندونې

image

اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي چې د تېر وخت حكومتونو د اېس آر اوز د لارې د ټېكسونو د نظام حليه بدله كړې، اوسنې حكومت اېس آر اوز نه نافذ كوي، مونږ كوم غېر قانوني كار نه دے كړے. د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې وفاقي وزير حماد اظهر ووئيل چې د مسلم ليګ ن په دور كښې د اېس آر اوز د لارې ټېكسونه لګول شوي وو. تېر وخت حكومتونو د اېس آر اوز د لارې د ټېكسونو د نظام حليه بدله كړې، اوسنې حكومت اېس آر اوز نه نافذ كوي، مونږ كوم غېر قانوني كار نه دے كړے، د آئين له مخې كار كوو، كله چې اېس آر اوز ويستل كېدل ، هغه وخت د آئين تشريح ولې نه كېدله. په تېر وخت كښې د قوم 20 اربه ډالر ضائع كړے شوي دي. په تېر وخت كښې د اېس آر اوز د لارې ټېكسونه لګول شوي.

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں