اسلام آباد 02فروری(اے پی پی)پاكستان كښې د تركمانستان سفير اتدجان مولاموف وئېلي دي چې تركمانستان سره د نړۍ دوهمه ??وي?? د ګاز ذخيره موجود ده٬پاكستان له د 3 زره مېګاواټ ارزانې برښنا وركولو لپاره چمتو يو٬كومه به چې پاكستان ته د خپلې برښنا موجوده بيعې په نيمه ??ريوځي او دې سره به د پاكستان صنعتي څانګې ښه پرمختګ وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري كښې سوداګرو ته د تركمانستان او پاكستان ترمينځه د شريكې مرستې ممكنه څانګو په اړه يو پريزنټېشن وركولو سره كړی۔ ده ووئيل چې 1840 كلوميټر تاپي(تركمانستان ٬ افغانستان پاكستان او هند)ګاز پائپ لائن٬ 1635 كلوميټر اوږد آپټك فائبر لائن ا و پاور ټرانسمېشن لائن دا ډول لويې پروژې دي كومو سره به چې د تركمانستان او پاكستان ترمينځه مضبوطه شريكه مرسته قائمه شي۔ ده ووئيل چې دې ??وي?? پروژو بشپړیدو سره د پاكستان معيشت لپاره ګڼ شمېر ګټې پیدا شي او دې سره به د پرمختګ رفتار لا تند شي