اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سنټر ( اين سي او سي ) د كورونا وائرس په اړه نوې شمېرې جاري كړې دي۔د اېن سي او سي له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 65 كسان په حق رسېدلې دي چې پكښې 36 كسان په وينټيليټرز وو۔ په تيرو 24 ساعتونو كښې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات كسان په پنجاب كښې او دې نه پس سندھ كښې ځٰپلي په حق رسېدلي.۔ د خالي په ورځ د نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر لخوا جاري شويو شميرو له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال په ټول هېواد كښې د 2179 كسانو د كووېډ۔ 19 ټيسټ مثبت راغلے او 65 كسان مړه شوي چې پكښې 58 كسان په روغتونونو كښې دغسې 7 كسان په كورونو كښې د قرنطينه په مهال مړه شوي ، په تيرو 24 ساعتونو كښې د كووېډ۔ 19 له امله مړو شوو 65 كسانو كښې 36 كسان په وينټي ليټرز وؤ۔ پھ هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 5 لكه 43 زره 214 ده۔ تراوسه پھ هېواد كښې د كورونا په وباﺀ كښې 11 زره 623 كسان په حق رسېدلي دي۔ بلوچستان،ګلګت بلتستان او آزاد جمو او كشمير كښې د كورونا وائرس كوم هم رنځور دا مهال په وينټيليټرز نشته۔تراوسه پھ هېواد كښې د كورونا وائرس 78 لكه 89 زره 741 ټېسټونه شوي دي٬په هېواد كښې د كورونا علاج لپاره په 631 روغتونونو كښې 2 زره 566 رنځوران تر معالجه لاندې دي