اسلام آباد 21 جنوري(اے پي پي) د اطلا??ات او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز وئيلي دي د براډ شيټ په معامله وزيراعظم عمران خان د وړاندې نه انكوائري كمېټي جوړه كړې ٬ كمېټي به په 45 ورځو كښې تحقيقات بشپړوي۔ وفاقي وزير دا خبره اطلا??ات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه كومه چې د ز??ار?? په ورځ د چيئرمېن جاوېد لطيف په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې شوې۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل انکوائري رپورټ كمېټۍ سره شيئر كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د براډ شيټ معامله د اطلا??ات کميټي په دائره كښې نه راځي٬ په داسې وخت كښې چې انكوائري كمېټي جوړه كړې ??وې نو د كمېټۍ لخوا د نېب چيئرمېن رابللو سره به پېچېدګي راپېدا شي۔ ده ت??وي?? وركړٶ چې كله د انكوائري كمېټۍ رپورټ راشي نو كه كمېټې د دي نه پس كه ضروري ګڼي نو په دې معامله ده بحث وكړي۔ ده ووئيل كه كمېټي د نېب چيئرمېن رابلي نو په دې كښئ د شاملو د ټولو پخوانو وزيراعظمانو پشمول ټول ككړ كسان هم رابلل پكار دي۔ ده ووئيل د تېرو پنځو كالو په مهال كمېټۍ هېڅكله دا ډول اېجنډا نه ده پورته كړې۔ ده ووئيل تحريك انصاف په براډشيټ معامله هېڅ فكر نه لري ځكه چې دې سره زمونږ د ګوند هېڅ كار نشته۔ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو ناصر خان موسيٰ زئي، طاهر اقبال، اکرم چيمه، آفتاب جهانګير، ??وي??يه ظفر احير، کنول شوذب، فرخ حبيب، نديم عباس، ډاکټر نفيسه شاه، سعد وسيم او ناز بلوچ نه علاوه د اطلا??ات او خپرونو سېكترې شاهراه شاهد او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔