اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې پاكستان د پرمختګ په سفر روان دے، د پي ډي اېم لاريونونه ډېر بد ناكام شوي، اولس به په راتلونكي وخت كښې هم دا سياسي بې روزګاره مسترد كړي. د نهې په ورځ نج?? ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل د پي ډي اېم مشرانو په خپلو حكومتونو كښې يواز?? لوټ مار سره په بهرنيو هېوادونو كښې جائيدادونه جوړ كړي او ??ثاثې ئې زياتې ??ړي او ??وس پي ډي اېم يوازې د خپلو بدعنوانه مشرانو كرپشن بچ كولو لپاره په هېواد كښې اړے ګړے غواړي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په پي ډي اېم ګوندونو كښې د اتحاد كمے دے، په دې وخت كښې د پي ډي اېم په پاور شو كښې يوازې ن ليګ او ??معيت علماﺀ اسلام ﴿ف﴾ فعاله ښكاري ، نور ګوندونه خپل خپل سياست كوي. ده ووئيل حكومت به د اپوزيشن په غونډو كښې خنډ نه راپېدا كوي خو چا ته به قانون په لاسو كښې د اخستو اجازه ورنه كړې شي. د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل په پېنډې او ??سلام آباد كښې سخت حفاظتي انتظامات شوي او ??ړوندو چارواكو ته هدايت شوے چې د وګړو د ژوند حفاظت باور?? كړي