اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د وزيراعظم د اسلامو فوبيا په ضد او د ناموس رسالتۖ په حقله ??كا?? موقف٬ په نړيوال فورمز د كشمير مقدمه وړاندې كول او د هېواد تشخص رامخې ته كولو پشمول حكومتي اق??امات 22 كروړه اولس ته په رسولو كښې پي ټي وي او د ميډيا نورې رياستي ادارې كليدي كردار لري٬ پي ټي وي قامي اداره ده٬ د دې د عظمت رفته بحالۍ ته پام لرنه كوو ۔ وفاقي وزير دا خبرې په پي ټي وي كښې د جنرل مېنجرز غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز ووئيل د ماضي ناظرين بېا ځان ته كېښنول د پي ټي وي د ټولو چېنلو وړومبنۍ ترجيح پكار ده ۔ ده ووئيل په وړومبي ځل بې وسه او لاندې طبقو لپاره احساس پروګرام٬ کامياب جوان پروګرام‘ لنګر خانې او د پناہ ځايونه جوړ كړې شوي، د ماضي په حكومتونو كښې دا ډول كوم روايات نه موندلے كېږي، مونږ له د اولس خېرښګړې او بهترۍ لپاره د منصوبو پحقله شعور راپېدا كول دي، د حکومت اق??امات٬ د وزيراعظم د ملګرو ملتونو او په نورو نړيوالو فورمونو وېناګانې په سيمه ايزو ژبو كښې ترجمه كړې او اولس ته دې ورسولې شي۔ ده ووئيل پي ټي وي دې سيمه ايزې مراكزې٬ سيمه ايزه موسيقي او د كلتور پحقله پروګرامات جوړ كړي او ناظرينو ته دې ورسوي، مونږ له خپل ځوان كول د خپلو ادبي شخصياتو او قامي اتلانو څخه روشناس كول دي ٬ په دې لړ كښې دې ??ام??ونه پورته كړے شي۔ ده ووئيل پي ټي وي دې خپلو ناظرينو لپاره خپل مواد لا بهتر او كوټلې آركائيوز لپاره په سمدستي توګه اق??امات وكړي۔ په جنرل مېنجرز غونډه كښې د اطلاعات سېكرټري او د پي ټي وي اېم ډي شاهيره شاهد او د پي ټي وي ن??رو لوړ پورو ګډون كولو