کورونا وائرس 2007 نوې كيسونه رپورټ شوي، نور 40 كسان مړه شوي، تر ټولو زيات كسان په پنجاب كښې مړھ شوي دغسې دې نه پس زيات كسان په سندھ كښې مړه شوي، نېشنل کمانډ اینډ آپرېشن سینټر

image

اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) نېشنل کمانډ اینډ آپرېشن سینټر وئيلي تيرو 24 ساعتونو په مهال کورونا وائرس له امله پنجاب كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوې دي دې نه پس زيات كسان په سندھ كښې مړه شوې دي۔ ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساتعتونو په مهال کورونا وائرس له امله 40 كسان مړه شوې دي چې پكښې 16 كسان په وینټیلیټرز ؤ ۔نېشنل کمانډ اینډ آپرېشن سینټر د اړخه جاري شوې شميرې له مخې تيرو 24 ساعتونو په مهال هېواد كښې 2 زره 7 كسانو کووډ۔ 19 ټیسټ مثبت راغلې او 40 كسان د دې وائرس له امله مړه شوې دي چې پكښې 33 كسان روغتونونو كښې دغسې 7 كسان كورونو كښې قرنطینه په مهال مړه شوي ۔هېواد 4 لويو ښارونو كښې په وینټیلیټرز د کووډ۔ 19 رنځورانو تناسب په لحاظ سره ملتان كښې 44 فیصده،اسلام آباد كښې 40 فیصده،لاهور كښې 33 فیصده او بهاولپور كښې 45 فیصده رنځوران دي۔دغسې د هېواد څلورو لويو ښارونو كښې آکسیجن آسانۍ لرونكي كټونو د کورونا مثبت کیسونو تناسب په لحاظ سره پېښور كښې 54 فیصده،ملتان كښې 36 فیصده،کراچۍ كښې 35 فیصده او اسلام آباد كښې 29 فیصده رنځوران دي۔ تيرو 24 ساعتونو په مهالد كورونا 40 زره 898 ټیسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 12 زره 904, پنجاب كښې 15 زره 438, خېبرپښتونخوا كښې 6 زره 246, اسلام آباد كښې 4 زره 980, بلوچستان كښې 613,ګلګت بلتستان كښې 374, آزاد کشمیر كښې 343 ټیسټونه شاملونه۔ تر اوسه هېواد كښې کووډ۔19 له امله ښه شوي كسانو شميره 4 لکهھ 55 زره 445 ته رسيدلې۔ بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې کووډ۔19 کوم هم رنځور په وینټیلیټرز نشته دغسې هېواد كښې کووډ۔19 لپاره بيل كړې شوې وینټیلیټرز 305 رنځوران دي۔ هېواد كښې کووډ۔19 ایکټو کیسونو شميره 33 زره 474 ده۔

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں