د صدر ډاكټر عارف علوي مصر لپاره نومولي سفير سره ملاقات كښې خبرې
اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان مصر سره خپلې اړيكې ډېر مهمې ګڼي او د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر مصر لپاره نومولي شوي سفير ساجد بلال سره خبرو كښې وكړه چا چې هغه سره د ګل په ورځ ملاقات كولو۔ صدر ووئيل دواړو هېوادون?? له به تجارت ٬ كلتور او دفاعي څانګو كښې دوه اړخيزه نزدې اړيكې لا مستحكمول وي۔ سفير دې دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې كول?? له مناسب ګامونه پورته كړې۔ هغه په سفير زور راوړو چې هغه معاشي او دفاعي څانګو كښې مرسته زياتولو ته خاص پاملرنه وكړي او مصر كښې د پاكستان مثبت تاثر رامخې ته كول?? له كار وكړي۔ هغه نومولې سفير ته مصر كښې د كشمير مسئلې او د هند لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د م??لمانانو ?? آبادۍ په ضد د روان ظلم او زياتي پ?? ډاګه كولو هم هدايت وكړو۔ په دې موقع صدر ساجد بلال ته د م??ر سفير په حېث په غوره كېدو مباركي هم وركړه۔