اسلام آباد۔27 نومبر(اے پی پی) وزیرا??ظم عمران خان وئيلي دي د هېواد پرمختګ او سوكالي د صنعتي څا??ګې او كاروباري ډلې پرمختګ سره تړلې ده۔ د فېصله س??زۍ په عمل كښې د صنعتكارو وړاندېزونو شاملولو ګټورې نتيجې رامخې ته شوي۔ د صنعتكارو د برآمدات په حقله ستونزې به ډېرې زر لرې كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيرا??ظم د جمعې په ورځ د صنعتكارو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ پلاوي كښې ا??ظم فاروق (چراټ سېمنټ)، بشیر علی محمد (ګل احمد)، محمد علی تابه (لکی سیمنټ)، ثاقب شیرازي (هنډا اټلس) فواد مختار (فاطمه فرټیلایزر)، عارف حبیب (عارف حبیب ګروپ لمېټډ) او حسېن داؤد (اېنګرو کارپورېشن) شامل وو۔ په دې موقع وفاقي وزير محمد حماد اظهر، د وزيرا??ظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد، ډاكټر عبد الحفیظ شېخ او د ډاكټر عشرت حسېن نه علاوه اعلی سركاري چارواكي هم موجود وو۔ پلاوي د تعميراتي څا??ګې په نګرانۍ كولو د وزیرا??ظم مننه وكړه۔ پلاوي په حكومتي پالسيو د باور څرګندونې كولو سره د معيشت پياوړتيا له خپل خذمات هم وړاندې كړل۔ وزيرا??ظم ووئيل د حكومت كار صنعتونو او كاروباري هلو ځلو ته آسانۍ وركول دي۔ وزيرا??ظم ووئيل د هېواد پرمختګ او سوكالي صنعتي څا??ګې سره تعلق لري۔ هغه ووئيل د فېصله س??زۍ په عمل كښې د صنعتكارو وړاندېزونو شاملولو مثبتې نتيجې رامخې ته شوي۔ د صنعتكارو د برآمدات په اړه ستونزې به ډېرې زر لرې كړې شي۔ وزیرا??ظم صنعتکارو څخه د كركيلې څانګه كښې جدت راوستلو او د بېلو فصلونو پېداواري صلاحت زياتولو له په لويه كچه د كارپورټ فارمنګ پېل كولو په حقله وړاندېزونه هم وغوښتل