اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د ??ال?? ودې سره سره په بهرنيو هېوادونو كښې د هېواد غوره نمائندګي كولو لپاره د ??ال??ر ډاډګېرنه ضروري ده. ده دا خبرې د اتوار په ورځ د 47م پاكستان اوپن ??ال?? چېمپئن شپ دستورې ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې هغه په خپله ??ال?? سره شوق لري، دا ډېره زړه راكښونكې لوبه ده. ده چېمپئن شپ ګټونكو ته مباركي وركولو سره ووئيل چې په لوبه كښې د ګټلو هڅه د ټېلنټ مخ په وړاندې بوتللو كښې مرسته كوونكې ثابته شي. ده ووئيل چې پاكستان په تېر وخت كښې د هاكې او سكواش په مېدان كښې نړيوال لوبغاړي تيار كړي. صدر مملكت ووئيل چې هغه په مارګله ??ال?? كلب كښې 18 هولز لوبه كوي او پياده تللو ته ترجيح وركوي. ده ووئيل چې په پاكستان كښې 15 زره ??ال??رز او 48 ??ال?? كورسز دي خو چې كورسز ته غوره اسانيې وركړې شي نو داسې به دا لوبه وده وكړي. صدر ماشومانو او مېرمنو لپاره د ??ال?? اسانيو معرفي كولو هم ستائنه وكړه. په دې موقع صدر د كورونا وبا په نظر كښې ساتلو سره ووئيل چې بايد ماسك واغوستل شي، سماجي فاصله دې وساتل شي او بايد احتياطي تدابير عملي كړې شي. ده ووئيل چې د ماسك نه بغېر د ګڼې ګوڼې ځائ ته د تللو څخه ډډه وكړې شي او په دې حالاتو كښې دې د مشرانو خاص خيال وساتلې شي.