اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سره د ایران خارجه وزیر ډاکټر جواد ظریف د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ وزیراعظم د ايران د خارجه وزير هركلي كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه د ورورولۍ نزدې اړيكې لري او شريكې ګټې له دوه اړخيزه مرسته لا قوي كول غواړي۔ د وزیراعظم میډیا آفس له مخې په دې موقع وزیراعظم د کوویډ 19 له امله په ايران كښې په قېمتي ځاني زيان د غمرازۍ ??رګ??دونه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت لخوا د سمارټ لاك ډاون لائحه او د نورو اقداماتو په سبب پاكستان كښې په وباء قابو موندلو له مرسته تر لاسه شوې ۔ وزیراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه مرسته په خاص د توګه تجارتي او اقتصاددي اړيكو د زياتولو په حاجت زور راوړے۔ ده په منطقه كښې ?? امن٬ سلامتيا او پرمختګ ودې لپاره په ګډه د كار كولو اهميت هم رامخې ته كړو۔وزیراعظم ??فغ??نستان كښې ??من او استحکام كښې ??هولت لپاره د پاكستان هڅې ر??مخې ته كولو سره ووئيل ??فغ??ن مسئله كوم پوځي حل نه لري٬ پاكستان د ??فغ??نانو په مشرۍ كښې ?? امن د عمل ملاتړ كوي۔ ده هيله ??رګ??ده كړه چې ??فغ??نستان كښې ??ه ټولې ډلې د كشالې سياسي حل لپاره دا تاريخي موقع پكار راولي۔ وزیراعظم ووئيل ??فغ??نستان كښې ??من د ټولې منطقې په ګټه دے او دې سره به سيمه ايز تجارت٬ اقتصادي مرسته او د رابطه كارۍ نوې موقعې ر??پېدا شي۔ په دې موقع ډاکټر جواد ظریف د ايران صدر لخوا وزیراعظم عمران خان سره په ګډه په بېلا بېلو څانګو كښې ?? دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د كار كولو د عزم ??رګ??دونه وكړه۔ ده د كشمير په اړه د ايران د پوخ ملاتړ د عزم پخلے هم وكړو۔(GUL/ZIA/2201)