اسلام آباد27 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم ش??ه محم??د قرېشي د ن??ې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د سېنېټ چئيرمېن صادق سنجراني سره ليدلي دي۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر، خارجه سېکرټري سهېل محمود او د خارجه وزارت لوړ پوري هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال په بېلا بېلو پارلماني چارو، اسلاموفوبيا او د كركه ايزې بيانيې په اړه د آئنده لائحه عمل پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ مخدوم ش??ه محم??د قرېشي ووئيل فرانس كښې د ګست??خا??ه خاکو اشاعت سره د پاكستان پشمول د ګردې نړۍ د يو نيم ارب مسلمانانو زړونه آزار شوي او ټول اسلامي امت اضطراب سره مخ دے۔ ده ووئيل پاکستان، د ملګرو ملتونو٬ او آئي سي پشمول په هر پلېټ فارم د اسلامو فوبيا زيات شوي رجحان په ضد بشپړ غږ پورته كړے۔ د ملاقات په مهال د رامخې ته شوې ګست??خا??ه پېښو او د اسلامو فوبيا زيات شوې رحجان په ضد په نريواله كچه د وزيراعظم عمران خان واضح او په سپينو ټكو د دريځ ستائنه وشوه