ملګري ملتونه 28 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د كورونا وائرس په وبا ??ه سياست كولو كښې تر ټولو وړاندې د سندھ وزيراعلٰي په دې وخت كښې چرته دے، كراچې ډوبه شوه خو د د?? يو بيان هم مخې ته رانغلو. ?? نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې كه په عمران خان او وفاقي حكومت د دروغو تنقيد كول وي نو تر ټولو وړاندې به هغه خبره كوي. تر څو ورځو وړاندې د كورونا وائرس د وبا ??ه معامله د مېډيا ډارلنګ جوړېدونكې مراد علي شاه او د هغه ډله نن جعلي هېډلائن چلوي. هغه كېدے شي چې نن د كورونا په وبا اولس سره په دروغ وئيلو مخ پټوي. ده ووئيل چې په دې كښې هېڅ شك نشته بلاول او مراد شاه قصدا،ً د هېواد معيشت تباه كول غوښتل. الله تعالٰي يو ځل بيا عمران خان ته همت وركړو او د غريب حق ??پا??ه ودرېدو او نن ټوله نړۍ د هغه ستائنه كوي.