اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيف وهپ ملك عامر ډوګر وئيلي دي كركيله د هېواد معيشت مخ په وړاندے بوتللے شي، په تېر وخت كښې دا څانګه نظرانداز كړې شوې، سي پېك به په منطقه كښې ګېم چېنجر ثابته شي، د كرپشن خاتمه زمونږ هدف دے. د زيارت په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې د راتلونكي مالي كال په بجټ بحث كښې ملك عامر ډوګر ووئيل بايد مونږ د يو قوم په خېث توبه وباسوو. مونږ به د كورونا وائرس د وبا نه زر خلاص شو ، د دې په وجه ټوله نړۍ د جنګ په حالت كښې ده۔ده ووئېل د كورونا وائرس په صورتحال كښې دا متوازن بجټ دے. د كورونا وائرس په وبا مخالفې ډلې سياست او پوائنټ سكورنګ كړے. ده ووئيل كه سخت لاك ډاٶن شوے ؤ، نو بيا به هم دوي تنقيد كولو. دوي ?? تنقيد نه سوا څه هم نه شي كولې. ?? تنقيد په اورېد??و ??اسې ښكاري لكه چې تحريك انصاف د څلوېښ??و كلونو نه په حك??مت كښې وي. ده ووئيل كله چې مونږ له حك??مت په لاس راغلو نو د هېواد معيشت په وېنټي لېټر ؤ. حك??مت د بجټ خساره 73 فيصده كمه كړې ده ۔ ده ووئيل د څلوېښ??و كلونو په حك??مت كښې دوي كوم داسې روغتون جوړ نه كړے شو چې د مشرانو علاج ئې پكښې وشي.