اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) پاكس??ان د هند څلور وګړي د ترهګرې په فهرست كښې شامل كړي ??و په دې اړه ملګري ملتونه هم خبر كړے شوي. د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند په هېواد كښې د هند تخريبي چارو په اړه د يوې پوښتنې ځواب كښې ووئيل پاكس??ان په كال 2019م كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د 1267 سېنكشن ??سټ له مخې د وېنو ماديو ډونګارا، اجے مستري، ګوبندا پټنائك او د انګارا اپاجي په نوم د هند څلور وګړي د ترهګرو په فهرست كښې د شاملولو تجويز وركړے ؤ. د هند دغه وګړو د ټي ??ي پي، جماعت الاحرار او د ترهګرو نورو ډلو سره مالي، تكنيكي او مادي مرسته كولو سره په پاكس??ان كښې د ترهګرې مالي مرسته، سرپرستي كړې ده ۔ وياند ووئيل مونږ هغه وخت مايوسه شو كله چې د پاكس??ان لخوا وېنو مادهاډونګارا د ترهګر ګرځولو په تجويز اعتراض وكړے شو. وياند هيله څرګنده كړه چې د يو اېن اېس سي د 1267 سېكشن ??مېټي به د نورو درېو هندي وګړو نامې د ترهګرو په لسټ كښې د شاملولو په معامله په سپېځلي ډول غور وكړي. وياند ووئيل زمونږ په ګاٶنډ كښې د اوږدې شخړې څخه په استفاده كولو هند په پاكس??ان كښې تخريب كاري او بې ګناه خلق وژلو لپاره ترهګرو ته تربيه، مالي او مادي مرسته وركړې ??و په پاكس??ان كښې دننه ترهګرې له ئې هوا وركړې. وياند ووئيل دا هندي وګړي اوس د بشپړې استثنٰي سره په هند كښې مېشته دي كوم چې د پاكس??ان هغه دريځ ثابتوي چې هند په رياستي ترهګرې كښې ككړ دے