اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي قاچاق د ه??وا?? معيشت لپاره ناسور دے ، د ذخيرہ كوٶنكو او ناجائزه ګټه كوونكو په ضد سخته كاروائي ضروري ده، د دې مخنيوي لپاره دې د اسخباراتي اېجنسو خدمات ترلاسه كړئ شي، صوبو سره دې مشاورت لا موثر كړې شي،د ملخانو د راتګ مخ نيوې او د دې بشپړه خاتمې لپاره دې چمتوالې ونيولې شي، په دې لړ كښې به فنډز وركول باوري كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د قاچاق مخنيوي، ذخيرہ كوٶنكو او د ملخانو خاتمې په ا??ه د جاج اغستو غونډې مشرۍ کولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې داخله وزير بريګيډيئر(ر) اعجاز شاہ، د نېشنل فوډ سكېورټي وفاقي وزير سي?? فخر امام، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټننټ جنرل محمد افضل او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د قاچاق مخنيوي او د ذخيره كوٶنكو په ضد د كرېك ډاٶن، په خاص توګه د ذخيرہ اندوزۍ په ضد د معرفي كېدونكي آرډيننس په سوب نور اقدامات لكه د پولو سېل كېدو له امله په قاچاق كښې د كمې په ا??ه ګدون كوٶنكو ته بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم عمران خان غونډې ته ووئيل قاچاق د ه??وا?? معيشت لپاره ناسور دے ، دغسې د ذخيرہ كوٶنكو او ناجائزه ګټه كوونكو په ضد سخته كاروائي ضروري ده، ۔ ده ووئيل په دا ډول هلو ځلو ك??ې ككړ كسان دې په ګوته كولو سره قانون ته مخامخ كړې او سختې سزاګانې دې وركړې شي دغسې چې ?? دې رويې حوصله ماته شي ۔ ده ووئيل د قاچاق او ذخيره اندوزۍ له امله د څيزونو د مصنوعي قلت او په بيعه كښئ د ناجائزه اضافې بوجه بې وسه اولس برداشت كوي۔ ده ووئيل د دې مخنيوي لپاره دې د اسخباراتي اېجنسو خدمات ترلاسه كړې شي، وزيراعظم ووئيل اړوند څانګې دې خپل ايماندار او فرض شناس افسران په ھغه ځايونو اولګوي چرته چې ?? قاچاق او ذخيرہ اندوزۍ اندېښنه وي۔ ده ووئيل صوبو سره دې مشاورت لا موثر كړې شي٬ د صورتحال دې د هرې ورځې په بنياد مانيټرنګ وكړې شي او هر ډول انتظاميي خنډان دې ولاړېدو ته پرې نه ښودې شي۔ په دې موقع ګډون كوٶنكو ته په ه??وا?? كښئ د غمنو وركولو ، راتلونكي كال لپاره د غنمو اغستو هدف ، كروندګرو ته د باردانې وركولو په ا??ه بريفنګ وركړې شو۔ فخرامام غونډې ته ووئيل د پاسکو او پنجاب حکومت د غنمو ترلاسه كولو لپاره په وخت اقدامات جاري دي او په دې لړ كښې د نورو صوبو د غنمو اغستو لپاره موثره اقداماتو ته ا??تيا ده ٬ تېر كال 40 لكه ټنه غنم اغستې شوي وو او د سږ كال هدف 82 لکه ټنه دے، د غنمو ترلاسه اغستو په ا??ه بيړي كولو ته ا??تيا ده خو د اوسنو بارانونو له امله ستونزې رامخې ته دي۔ وزيراعظم د غنمو هدف په وخت سر كولو او ه??وا?? كښې د غنمو او اوړو اولس ته ورسول په هر صورت ممكنه كولو لپاره د يو جامع او موثره لائحې په ضرورت زور رواړو۔ ګډون كوٶنكي د ملخانو خاتمې په ا??ه په ه??وا?? كښې د جاري اېمرجنسۍ تر مخه د شوو اقداماتو او د سباٶن د لائحې نه خبر كړې شول۔ په غونډه كښې د ملخانو خاتمې لپاره په صحراګانو كښې د الوتكو او په پټو كښې د مشينانو د لارې د سپرے په ا??ه په معاملو هم تفصيلي غور اوشو۔ غونډې ته ووئيل شول د ملخانو خاتمې لپاره چين څخه الوتكې او مشينري راغوښتلې شوې خو په دې لړ كښې نورې الوتكې او مشينان پكار دي ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د كرونا نه پس ملخان د ه??وا?? لويه مسئله وګرځوله او ده ووئيل د ملخانو په راتګ قابو موندل او د دې بشپړه خاتمې لپاره دې چمتوالې ونيول شي۔