اسلام آباد 30 مارچ (اے پی پی) د سنټرل ډویلپمنټ وركنګ پارټی غونډه كښې د 464.264 ملیونه روپو 2 منصوبې منظور كړې شوي دغسې د 133 اربه روپو 4 منصوبې حتمی منظورۍ ??پا??ه ایكنك ته ليږلې شوي۔ د پلاننګ كمیشن ډپټی چئیرمین ډاكټر محمد جهانزیب خان په مشرۍ كښې د ګل پھ ورځ غونډه كښې د پلاننګ سيكتر ظفر حسن ، د وفاقی وزارتونو او صوبائی محكمو اعلی افسرانو د و??ډی?? كنفرنس د لارې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د صحت ، فزیكل پلاننګ اینډ هاوسنګ، ټرانسپورټ او مواصلات او اوبو وسائلو په اړه منصوبې وړاندې كړې شوې۔ په غونډه كښې د صحت څانګې په اړه د (پنجاب بشري پرمختګ وسائلو ??پا??ه سرمایه كارۍ له ) 52800 ملیونه روپو منصوبه وړندې كړې شوه كومه چې حتمی منظورۍ ??پا??ه ایكنك ته وليږلې شوه۔د دې منصوبې ترمخه به د پنجاب 11 ضلعو كښې د غريبۍ او په مالی توګه كمزورو كورنيو له د روغتيا معیاری ، تعلیم آسانيو نه علاوہ او د معاشرتی تحفظ آسانۍ ترلاسه شي۔ په غونډه كښې د فزیكل پلاننګ اینډ هاوسنګ په اړه دوه پوزیشن پیپرز وړاندې كړې شول۔د وړومبۍ ترمخه اسلام آباد ډپلومیټك ان??لیو كښې ایډمن بلاك جوړولو ??پا??ه 280 ملیونه روپو منظوری وركړی شوه۔دغسې دويمې منصوبې ترمخه د اسلام آباد بيل سیكټرز كښې د 4 پولیس اسټیشنز جوړولو ??پا??ه د 185.416 ملیونه روپو منظوری وركړې شوه۔ ټرانسپورټ او مواصلات څانګې په اړه غونډه كښې 2 پوزیشن پیپرز واړندې كړې شول چې پكښې وړومبي منصوبې پيښور ناردرن بائی پاس ??پا??ه 21338.05 ملیونه روپۍ ، او صوراب ۔ ہوشاب سړك این ۔ 85 (454 كلومیټره) جوړولو ??پا??ه 28823.747 ملیونه روپو منصوبې وړاندې كړې شوي ٬ دواړه پوزیشن پیپرز حتمی منظورۍ ??پا??ه ایكنك ته وليږلې۔په غونډه كښې په خیبر پښتونخوا كښې د اوبه خور نظام ښه والي له د 30048.747 ميلونه روپو لګښت م??صوبه وړاندې كړې شوه كومه چې د حتمی منظورۍ ??پا??ه ایكنك ته وليږلې شوه