اسلام آباد ۔ 29 مارچ (اے پی پی) د پاک هوائي ځواك ټرانسپورټ بېړۍ ته د COVIDـ19 مخنيوي لپاره ګاونډي ??ېو??د چين څخه د مرستې ا?? طبي سامان راوړلو مهمه ذمه واري سپارلې شوې ده۔ په دې لړ كښې د پي اے اېف 78 IL الوتكه ?? شپې د مرستې سامان راوړلو سره نور خان ايئر بېس ته راورسېده۔ د چين حكومت د مرستې دا سامان ??ېو??د كښې د كورونا وباﺀ په فعاله ډول مخنيوي له پاكستان ته د عطيې په توګه رالېږلې ??ې۔ 14 ټنه د مرستې دې سامان كښې وېنټی لېټر، ماسک او حفاظتی جامې شامل دي۔ دا پرواز تېرو څو مياشتو كښې د پاك فضائيه د امدادي پروازونو د لړۍ يوه كړۍ ده۔ دې نه ځانله ?? روان كال په پېل كښې COVIDـ19 څخه ځپلې شوي چينائي ښار ووهان ته د مرستې سامان رسولو له ?? پاك فضائيې ټرانسپورټ الوتكه كارولې شوې وه۔ د مرستې دې هلو ځلو كښې يو شمېر ټنه وزني طبي سامان د پاك فضائيه الوتكو د لارې منتقل كړې شوې دې