اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ ??پیکر اسد قیصر د قامی غذائی تحفظ وزارت ته سپارښتنه كړې چې د پومبې پيداوار په حقله كوټلې راپور دې قامی اسمبلۍ ??ه وړاندې كړې شي ٬ دغسې قامي اسمبلۍ ??ه دې ووئيلې شي چې د پومبې پيداوار څانګه د ټیکسټائل وزارت څخه د قامی غذائی تحفظ وزارت په كنټرول كښې راغلې ده’ په دې اړه وزیراعظم هره اوونۍ پخپله بريفنګ اخلي۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د شیخ فیاض الدین د ضمنی پوښتنې په ځواب پارلماني سيكتر امیر سلطان ووئيل اول به د پومبې چارې د ټیکسټائل وزارت ترمخه وي اوس دا څانګه د كركيلې وزارت ماتحت ده۔ وزیراعظم د پومبې پيداوار په اړه هره اوونۍ پخپله بريفنګ اخلي۔ سپیکر امیر سلطان ته سپارښتنه وكړه چې د پومبې په معامله يو ??وټلې راپور وړاندې كړئ