اسلام آباد 26 نومبر (اے پی پی) د اقتصادی چارو وفاقی وزیر حماد اظهر وئيلي دي چې حکومت هېواد كښې کاروبار او سرمایه کارۍ ته ودې وركولو له كوټلي اقدامات کوي?? سمیډا لپاره جوړې شوي نوي پالیسۍ سره به د كوچنو او مينځنۍ درجې کاروبار ته وده ترلاسه شي، کاروبار لپاره د ښه چاپيرچل په نړيوال رینکنګ كښې د پاکستان پوزیشن كښې ښه والې راغلې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پاکستان انوویټو فنانس فورم ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ د فورم اهتمام د پاكستان کارانداز ، بل اینډ ملینډا ګېټس فاؤنډیشن، یو کے ایډ او اسيائي پرمختيائي بانك په ګډه كړې ؤ۔ وفاقی وزیر په خپل خطاب كںې وو??يل پاکستان كښې د كوچنۍ او مينځني درجۍ کاروبار په اقتصادی میدان كښې زيات اهمیت لري۔ دا څانګه هېواد كښې د روزګار وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د هېواد مجموعی قامی پیداوار كښې د كوچنو او مينځنۍ درجې کاروبار برخه نزدې 30 فیصده ده چې ورسره د دې څانګې اهمیت معلومېږي۔ حماد اظهر وو??يل تيرو حكومتونو كوچنو او مينځنۍ درجې کاروبار ودې ته پام لرنه نه ده كړي چې له امله ئې په دې څانګه كښې پرمختګ نه دې شوي۔ ده وو??يل حکومت ځوانانو له روزګار وركولو او هغوي خپلواكه كولو له کامیاب جوان سکیم ترمخه آسانې قرضې وركوي۔ ده وو??يل د سمیډا لپاره جوړې شوي نوې پالیس?? سمال اینډ میډیم سیکټر ودې له اهميت لري۔ ده وو??يل حکومتی اقداماتو په نتيجه كښې وصولیو شرح كښې ښه والې راغلې۔ ټیکس فائلر شميره كښې سږ كال 7 لکھ اضافه شوي كومه چې خوشبينه دې۔ وفاقی وزیر وو??يل مالیات كښ?? ویلیو ایډیشن وده اهميت لري، حکو??ت په دې لړ كښې كار كوي۔وفاقی وزیر وو??يل د پاك چین اقتصادی راهدارۍ ترمخه د توان ، بنیادی ډھانچې او صنعتی پرمختګ په پروژو هم پیشرفت روان دې۔ حکومت د اېس اېم ایز د حاجت څخه خبر دې او په دې لړ كښې خپلي ذمه وارۍ ترسره كوي۔