اسلام ??باد 11 نومبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپر??نو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د اسلام ??باد په هائي كورټ كښې د عدالت سپكاوي په كېس كښې يو ځل بيا د غېر مشروط بخښنې خواست وكړو او عدالت د ډاكټر فردوس عاشق اعوان او د وفاقي وزير غلام ??رور خان په ضد د عدالت د سپكاوي د دائر كېس??نو په يو ځائ د اورېدنې امر كولو ??ره اورېدنه د نومبر تر 14مه نېټه ځنډولې ده۔ د ګل په ورځ د اسلام ??باد هائي كورټ ستر قاضي جسټس اطهر من الله د كېس??نو اورېدنه وكړه۔ د وفاقي وزير غلام ??رور خان په ضد د خواست اورېدنې په مهال خواست كوونكي په خپل دريځ كښې ووئيل چې وفاقي وزير د نواز شريف خوشې كېدل د ډيل برخه ګرځولې او تر اورېدنه لاندې په كېس ئې د اثر انداز كېدو هڅه كړې۔ ستر قاضي خاص مرستياله فردوس عاشق اعوان روسټرم ته راوبلله او وې وئيل چې يو وفاقي وزير د دروغو مېډيكل راپور وړاندې كولو څنګه وئيلې شي٬ حكومت د خپلې خوا د جوړ كړې شوي بورډ په اړه داسې خبرې كوي٬ آيا حكومت پخپله په ادارو د عدم اعتماد څرګندونه كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې دا حكومتي پاليسي نه ده۔ د وزير ذاتي رائې كېدے شي٬ معامله به د وزيراعظم په نوټس كښې راوستلې شي۔ ستر قاضي ريماركس وركولو ??ره ووئيل چې كله كېسونه تر اورېدنه لاندې وي او په دې خبره وكړې شي نو د دې اثر به په ټولو سائيلينو كېږي۔ حكومت ته په ادارو د اولس اعتماد بحال كول دي۔ عدالت د وفاقي وزير غلام ??رور خان نه د نومبر تر 14مه نېټه ځواب طلب كړو او د ډاكټر فردوس عاشق اعوان د كېس اورېدنه ئې هم په دې ورځ د كولو هدايت وكړو۔ خاص مرستيالې د دواړ??نو نوټس بېلولو خواست كولو ??ره ووئيل چې د غلام ??روخان بيان د هغه انفرادي فعل دے٬ د هغه كېس دې بېل وساتلې شي۔ جسټس اطهر من الله ريماركس وركړل فردوس عاشق