د مخالفې ډلې د سياسي انتقام كارډ نشي چلېدې٬ مولانا فضل الرحمان دې پرلت ختمولو سره د مثبت اپوزيشن كردار تر سره كړي

image

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي)اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد وئيلې دي د مخالفې ډلې د سياسي انتقام كارډ نشي چلېدې٬ مولانا فضل الرحمان دې دهرنا ختمولو سره د مثبت اپوزيشن كردار تر سره كړي٬ اولس د پي ټي آئي حكومت پنځو كالو لپاره ټاكلې ٬ وزيراعظم د استعفيٰ او اېن آر او نه وركولو اعلان كړې ٬ مخالفين دې څلور كاله انتظار وكړي۔ د شورو په ورځ سېنېټ كښې د هېواد د موجوده سياسي صورتحال په اړه په تحريك بحث كښې ووئيل مونږ د تحمل او برداشت څرګندونه كوٶ بايد مخالفه ډله هم دا ډول څرګندونه وكړي۔ده ووئېل د وزيراعظم د انتخاب په وړومبۍ ورځ مخالفې ډلې وئيلي وو چې حكومت ناكامه شوې ٬ دوي د 30 كالو راهسې وار په وار حكومت كوي٬ پي ټي آئي په وړومبي ځل اقتدار ترلاسه كړې ٬ حكومت معيشت د ديواليه كېدو نه بچ كړې ٬او اوس معيشت مستحکم شوې چې نړيوالې ادارې ئې هم اعتراف كوي ۔ ده ووئيل د پيپلز ګوند په دور كښې ګراني 21 فيصده٬ د مسلم ليګ (ن) په دور كښې 8.5 فيصده وه او زمونږ په دور كښې د ټولو نه كمه ده۔ ده ووئيل ترسيلات زر او برآمدات په زياتېدو دي۔ ده ووئيل په مخالفې ډلې عمران خان يو كېس نه دې جور كړې دوي د يو بل په ضد كېسونه جوړ كړي او عدالتونو پرېكړې كړې۔ ده ووئېل زمونږ غړي نېب ته وړاندې شوي٬ استعفٰې ئې وركړې ٬ د مخالفې ډلې د انتقام كارډ اونه چېلدو۔ ده ووئيل كال 2020 به اولس لپاره بهترين كال وي٬ زمونږ د اقداماتو خواږه به اولس ته اورسي٬ ده ووئيل پاك پوځ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې 70 زره ځاني قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمان د هر حكومت برخه پاتې شوې ۔ ده ووئيل وزيراعظم وئيلي دي استعفيٰ او اېن آر او به نه وركوٶ څلور كاله دې د ټولټاكنو انتظار وكړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں