اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال نعيم الحق وئيلي دي چې مونږ د تاريخ د مهم پړاؤ نه تېرېږو٬ د كشمير مسئلې حل لپاره ټول قوم متحد دے او په نړۍ كښې د كشمير غږ پورته كېږي٬ د كشميريانو تر آزادې به مونږ په قلار نه كېنو٬ هندي حك??مت مقبوضه كشمير پوليس سټېټ جوړ كړے او نرېندر مودي د آر اېس اېس په فلسفه روان دے٬ په راتلونكو پنځو كلونو كښې به د هېواد غريبانو ته كورونه وركوو٬ حك??مت د بې روزګارې خاتمې لپاره ټول ممكنه اقدامات كوي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د پاكستان تحريك انصاف د حك??مت د يو كال په ترسره كېدو خاص دستورې ته د وېنا كولو په م??ال وكړې۔ ده ووئيل چې د حك??مت د يو كال په پوره كېدو نننۍ ورځ په دوه حوالو مهمه ده وړومبې دا چې حك??مت په يو كال كښې د مسئلو خاتمې لپاره اقدامات كړي دي٬ په ځينو كښې كاميابي ترلاسه شوې او په ځينو كښې مشكلاتو سره مخ شوے۔ ده ووئيل چې مونږ د تاريخ د مهم پړاؤ نه تېرېږو٬ د كشمير مسئلې حل لپاره ټول قوم متحد دے او په نړۍ كښې د كشمير غږ پورته كېږي٬ د كشميريانو تر آزادې به مونږ په قلار نه كېنو٬ هندي حك??مت مقبوضه كشمير پوليس سټېټ جوړ كړے او نرېندر مودي د آر اېس اېس په فلسفه روان دے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د يو كال نه هند سره د مذاكراتو هڅه كوي خو د هند حك??مت بېلا بېلې بهانې او حيلې جوړوي۔ وزيراعظم عمران خان د امريكې اولس مشر سره په ملاقات كښې هم وئيلي چې هند مذاكرات كول نه غواړي۔ ده ووئيل چې د هند د اوسنيو اقداماتو په سبب به د هند په حك??مت نړيوال فشار زياتېږي٬ هند كشمير پوليس سټېټ جوړ كړے او د دې نه علاوه د آسام پشمول په نورو رياس??ون?? كښې هم كارووائۍ پېل كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې زمونږ حك??مت به تر هغه وخت په قلار نه شي تر څو چې كشميريانو آزادي نه وي ترلاسه كړې او يا ئې خپله پرېكړه په خپله نه وي كړې۔ ده په دې موقع د حك??مت د ستونزو ذكر وكړو او وې وئيل چې ټولې ادارې خسارې سره مخ وې خو مونږ د سختو حالاتو مقابله وكړه۔ د تېر يو كال په م??ال حك??مت د 9 اربه ډالرو نړيواله قرضه ادا كړې او په هېواد كښې د ننه واجبات ئې هم ادا كړي دي۔