واشنګټن 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د اېران په مسئله د مصالحت په حق كښې يو٬ مصالحت لپاره خپل كردار ترسره كولو ته تيار يو٬ مونږ نه غواړو چې د اېران او امريكې ترمېنځه تاؤ تريخوالې زيات شي٬ د ا??ريكې او اېران شخړې له امله د منطقې امن او معيشت ځپل كېدو خطر دے٬ هند سره ښې اړيكې غواړو٬ د پ??كس??ان وسله وال ځواكونه وظيفه اي او د هر ډول چېلنج د مخنيوي صلاحيت لري٬ پ??كس??ان سره ډېر جامع او موثر جوهري كمانډ اېنډ كنټرول سسټم موجود دے٬ اتومي وسلې د كومې مسئلې حل نه دي٬ امريكا هغه يواځنې هېواد دے كوم چې د پ??كس??ان او هند ترمېنځه مصالحت لپاره كردار ترسره كولې شي٬ اولس مشر ټرمپ د كشمير مسئلې حل لپاره كردار ادا كول غواړي٬ افغان شخړه په سياسي طريقه حل كېدے شي٬ داعش پ??كس??ان٬ امريكې او افغانستان لپاره نه بلكې ټولې نړۍ لپاره خطر دے٬ اولس مشر ټرمپ سره د ملاقات نه ډېر خوشحاله يم٬ اولس مشر ټرمپ سپينې خبرې كوونكې انسان معلومېږي۔ ده دا خبرې د ا??ريكې ټي وي فوكس نيوز سره په خپله مركه كښې وكړې۔ وزيراعظم عمران خان د ا??ريكې او اېران تاؤ تريخوالي په اړه ووئيل چې د ا??ريكې او د اېران د تاؤ تريخوالي به په پ??كس??ان منفي اثرات وشي۔ ده ووئيل چې مونږ په منطقه كښې ام?? غواړو٬ د ا??ريكې او اېران ترمېنځه مصالحت لپاره تيار يو۔ د پ??كس??ان او هند اړيكو په اړه وزيراعظم عمران خان ووئيل چې مونږ هند سره ښې اړيكې غواړو۔ د جنګونو په وجه دا منطقه د وړاندې نه ځپلې شوې ده٬ په دې منطقه كښې د يو ارب نه زيات خلق اوسي٬ ځكه په منطقه كښې مكمل امن او خوشحالي غواړو۔ اتومي وسلې د كومې مسئلې حل نه وي۔ ده ووئيل چې د پ??كس??ان او هند ترمېنځه د شخړو اصل جرړه د كشمير مسئله ده۔ امريكا هغه يواځنې هېواد دے كوم چې د پ??كس??ان او د هند ترمېنځه د ثالثي كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل چې د كشمير مسئله حل شي نو پ??كس??ان او هند يو بل سره د مهذب ګاونډيانو په شان اوسېدے شي۔ ده ووئيل چې د كشمير مسئله د 72 كلونو څخه نه دې حل كړې شوې او د دې مسئلې د حل كولو نه بغېر په منطقه كښې امن ممكن نه دے۔ عمران خان ووئيل چې د شخړو حل لپاره اتومي جنګ كوم آپشن نه دے٬ هند دې اتومي وسلې پرېږدي٬ پ??كس??ان به هم اتومي وسلې نه كاروي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې امريكا د شكيل آفريدي خبره كوي نو مونږ به د عافيه صديقي مسئله هم پورته كوو۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې د بنديانو د بدلون په اړه امريكې سره خبره كېدے شي۔ په منقطه كښې د ترهګرې په اړه وزيراعظم ووئيل چې امريكا او پ??كس??ان د ترهګرې په ضد جنګ كښې نزدې اتحاديان پاتې شوي دي٬ د ترهګرې په ضد جنګ كښې د 70 زرو نه زيات قېمتي ځانونه ضايع شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې ام?? غواړو۔ د ا??غانستان په امن او استحكام كښې پ??كس??ان د ټولو نه زياته خوښي لري٬ په ګاونډي هېواد كښې د ناامنې نېغ په نېغه آغېز په پ??كس??ان كېږي۔ ده ووئيل چې پ??كس??ان افغانستان سره 1500 كلوميټره اوږه پوله لري٬ اولس مشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان كښې د مذاكراتو د لارې د ا??ن راوستلو په هڅو زور راوړے۔ وزيراعظم ووئيل چې د پ??كس??ان په هڅو افغان طالبانو سره د ا??ن په تړون پرمختګ شوے٬ طالبانو سره اوسني مذاكرات تر اوسه د ټولو نه كامياب مذاكرات وو۔ وزيراعظم ووئيل چې طالبان د حكومت برخه جوړېدو سره بايد د ا??لس نمائندګي وركړې شي۔ افغان طالبان د ا??غانستان نه بهر كارروائې نه كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې امريكې څو لسيزې په افغانستان كښې جنګ كړے٬ خو په افغانستان كښې امن او استحكام نه دې راغلې۔ د تېرو 19 كلونو په مهال امريكې په افغانستان كښې امن لپاره كردار ترسره كړے خو هڅې ئې نه دي كاميابې ??وې?? وزيراعظم امريكائي اولس مشر ټرمپ سره د ملاقات په اړه ووئيل چې اولس مشر ټرمپ سپينې خبرې كوونكې انسان معلومېږي٬ كوم چې د ا??فاظو لوبه نه كوي٬ زما ټول پلاوې هم د ملاقات نه خوشحال دے۔ اولس مشر ټرمپ د كشمير د مسئلې حل غواړي۔ د يو ارب نه زيات خلق په دې منطقه كښې اوسېږي٬ د كوم جنګ په نتيجه كښې به د نړۍ دا ټول خلق وځپل شي۔ مونږ په منطقه كښې ام?? غواړو۔