اسلام آباد 07 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د ډاكټر انور سجاد په م??ينه خواشيني ښودلې او وئيلي ئې دي چې پاكستان د علم او ادب په مېدان كښې د يو ځلېدونكي ستوري نه محروم شو۔ د غمرازې په خپل پېغام كښې هغې ووئيل چې د ليك ځانګړې انداز ?? ده هغه د شخصيت ځانګړتيا وه٬ افسانه وي كه ناول ٬ په هر يو تخليق كښې هغه ځانګړې ښكارېدو۔ د هغه ادبي خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ هغې دعا وكړه چې لوي څښت?? دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كو??نۍ ته د زغم توفيق وركړي۔