سرګودھا ۔21 اپرېل (اے پی پی) د قرآن پاك رڼا سره خپل زړونه روښانه كوؤنكي به دنيا او آخرت كښې كامياب شي۔ قرآن پاك د لوئے څښتن ستره معجزه ده۔ د قرآن تعليم ترلاسه كوؤنكي زده كوؤنكي به د مور پلار د ب??ښن?? ذريعه ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د م??كز اهل سنت ماډل مدرسه مدینه غوثیه کمپنی باغ ك??ې د قرآن كريم حفظ كوؤنكو ماشومانو په درناوي ك??ې دستورې ته خطاب كښې قاضی احمد حسن چشتی، قاضی ??ګاہ مصطفی او حاجی لال خان او نورو وكړه۔ قاضی احمد حسن چشتی ووئيل دې كښې شك نشته چې قرآن كريم د لوئے څښتن نازل كړې لوئے كتاب دې او په دې خپل زړونه روښانه كوؤنكي او د قرآن كريم تعليمات ترلاسه كوؤنكو او په دې عمل كوؤنكي به په هر ځائې كښې كامياب وي۔ ده ووئيل په مونږ ټولو لازم ده مونږ خپلو ماشومانو ته دنياوي تعليم سره سره ديني تعليم ضرور وركړؤ۔ قاضی ??ګاہ مصطفی چشتی خپل خطاب كښې ووئيل قرآن پاک عظیمه معجزہ ده د كوم په اړه چې لوئے څښتن وئيلي چې كه دا په غرونو نازل كړې شوې وې نو غر به هم ددې بوج برداشت كړې نه وو او رېزه رېزه شوې به ؤ۔ دستوره كښې 50 څخه زياتو قرآن حفظ كوؤنكي ماشومانو ګډون وكړو۔ دستوره كښې ګډون كوؤنكو حفظ مكمل كوؤنكو ته دعقيدت پېرزونې وړاندې كړې۔ د دستورې په پايه ك??ې د هېواد او قوم پرمختګ او سوكالۍ او سلامتيا لپاره دعا وكړې شوه