خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د وزیراعظم ګرین پاکستان وژن له مخې په خارجه وزارت كښې بوټې نال كړو

image

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه د وزیراعظم ګرین پاکستان وژن له مخې د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې بوټې نال كړې۔ په دې موقع د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل خپل ټوئټ كښې ووئيل چې خارجه وزارت د “وزيراعظم ګرين پاكستان وژن” سره څنګ په څنګ ولاړ دې۔ خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه په دې موقع د وزارت نورور چارواكو سره په چمن كښې د پائن بوټې نال كړو۔ د يادونې وړ ده چې وزیراعظم عمران خان د فرورۍ په 9مه نيټه ننكانه صاحب سره نزدې د سپرلي د شجركارۍ كمپائن 2019 پرانسته كړې وه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں