خارجه وزير شاه محمود قرېشي په درې ورځنۍ دوره بيجنګ ته ورسېد۔ چينائي مشرتابه سره ملاقاتونه ٬ په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه او د پاك چين خارجه وزيرانو ستراتيجېكي ډائيلاګ كښې به ګډون كوي

image

بیجنګ۔ 18 مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په درې ورځنۍ دوره د ګل په سحر د چين پلازمينې بيجنګ ته ورسېد۔ د خپلې دورې په مهال به خارجه وزير چينائي مشرتابه سره به ملاقاتونه ٬ په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه او د پاك چين خارجه وزيرانو ستراتيجېكي ډائيلاګ كښې به ګډون كوي۔ بيجنګ ته په رسېدو پاكستان كښې د چين سفير یاؤ جن، چین كښی د پاكستان سفير مسعود خالد او نورو چينائي او پاكستاني چارواكو خارجه وزير ته هركلې ووې۔ خارجه وزير به د خپلې دورې په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په شمول په سي پېك د خيالاتو څرګندونه كوي۔ خارجه وزير به په سي پېك پوليټكل پارټيز فورم ته خطاب سره سره د پاکستان تحریک انصاف او کمیونسټ پارټی آف چائنا ترمينځھ رولنګ پارټیز ډائیلاګ كښې ګډون هم كوي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں