د خزانې وفاقي وزير اسد عمر سره د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير سليم جهګړا وليدل

image

اسلام آباد 14 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر سره د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير سليم جهګړا د زيارت پھ ورځ ليدلې دي۔په دې موقع د سيفران سيكتر هم موجود ؤ۔ پھ ملاقات كښې د جنوبي وزيرستان خاصه دارو زير التوا تنخاګانو او د نورو چارو پھ اړه خبر كړې شو او د خزانې وزير څخه ئې د دغې حل له خواست وكړو۔د سيفران سيكتر ووئيل په دې لړ كښې يوه سمري وزيراعظم ته د خزانې وزارت په توسط لېږلې شوي په كومه كښې چې د 1.2 اربه روپو منظورۍ وئېلې شوي ٬ دغه روپې به د جنوبي وزيرستان خاصه دارو تنخاګانو بقاياجات ادا كولو له استعمالولې شي۔د زيارت پھ ورځ د سيفران وزارت جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې وزيراعظم په څو موخو د دې خبرې پخلې كړې چې د ضم شوو قبائلي ضلعو مسئلې دې په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي او پھ دې لړ كښې دې ټول وسائل وكارولې شي۔ بل خوا د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير سليم تيمو جهګړا د سيفران سيكتر سره هم ملاقات وكړو۔ د سيفران سيكتر ده ته ووئيل وفاقي حكومت وړاندې څخه د قبائلو مراعاتو لپار 1.63 اربه روپۍ منظور كړې كومو كښې چې 1.2 اربه روپۍ فنډز صوبائي حكومت له وركړې شوې او دغه روپۍ اړوند دوهم كمشنر ته جاري شوې دي ۔

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں