اسلام آباد 14 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پي ټي وي ا?? راديو په يو انتظامي كنټرول كښې راوستلو له ګامونه پورته كولې شي۔ د دواړو ادارو بورډ مو يو كړې۔ پي ټي وي به يوه ګټه وره اداره جوړوو۔ رېډيو پاكستان به دوه كاله كښې په خ??لو پښو اودروو۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مها?? د ??اهده رحماني د پوښتنې په ځواب كښې دوهم وزير علي محمد خان ووئيل د پي بې سي د اثاثو په لړ كښې پرېكړه د پي بي سي بورډ آف ډائرېكټرز كوي كوم چې يو مجاز فورم دے۔ د راديو پاكستان يو وارې بيا په خ??لو پښو اودرولو او دا يوه ګټه وره اداره جوړولو له به حكومت ګامونه پورته كوي۔ څوكه به بې روزګاره كولې ن?? شي ولې بياهم په تېرو دورونو كښې ادارو كښې د خپلې خوښې كسان بھرتې كړې شوي ۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئي?? د ??اديو پاكستان ميوزيم كښې دا معلومه شوې چې په كال 1960ء كښې به د راديو ټرانسميټر په شمول نورې آلې مونږ پخپله جوړولې ولې اوس هر يو څيز د بهر څخه راغوښتلې شي۔ ده ووئيل راديو پاكستان ته هر كال حكومت 55 اربه 65 كروړه روپۍ وركوي۔ د راديو آمدن 20 كروړه روپۍ دے۔ مونږ ورله يوه بشپړه منصوبه بندي كوو۔ ده ووئې?? د ??اديو پاكستان او پي ټي وي بورډ مو يو كړې۔ په راتلونكې پړاؤ كښی به دا د يو انتظامي كنټرول لاندې كوو