د خسرو بختيار د آئي اېم اېف پلاوي سره خبرې

image
APP20-14 ISLAMABAD: November 14 - Federal Minister for Planning, Development & Reform Makhdoom Khusro Bukhtiar talking to visiting IMF Mission led by Harald Finger. APP

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي حکومت به د بشري وسائلو پرمختګ ٬ د سماجي څانګۍ بهترۍ او روزګار پېدا كولو ته په ترجيحي بنيادونو پاملرنې كولو سره د ټولنې محرومه طبقو له آسانۍ وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په د آئي اېم اېف پلاوي سره په خبرو كښې كړې۔ د آئي اېم اېف د پلاوي مشر هيرالډ فنګر كوله۔ وفاقي وزير مشن ته ووئيل د معاشي صورتحال له مخې د سركاري څانګې په پرمختيائي پروګرامونو كښې كمې كړې شوې۔ ده ووئيل په داسې څانګو كښې په سرمايه كارۍ زياتولو غور روان دې چې ورسره برآمدات زيات او د درآمداتو بل كښې كمي كولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په درامد شوې اېندهن د چلېدونكو منصوبو لپاره حوصله ماتولې شي۔ ده ووئيل هېواد كښې د برېښنا پېداوار كښې اضافې له مخئ د برېښنا ترسيل نظام ښه كولو ته هم خاص پاملرنه كولې شي۔ ده ووئيل جې ډي پي كښې د ټېكس شرح زياتولو له يو جامع اقتصادي منصوبه بندي كوٶ۔ د سي پېك پحقله مخدوم خسرو بختيار ووئيل منصوبه اوس په دوېم پړاٶ كښې داخله شوې چرته چې به د صنعت كارۍ دائره زياتولو٬ سماجي او اقتصادي اقدامات او د زرعي څانګې پېداوار زياتولو او د اوبه خور نظام ښه كولو ته پاملرنه كولې شي۔ ده ووئېل د آئي اېم اېف پلاوي دا هيله څرګنده كړه چې د حكومت لخوا پېل كړې شوو اقداماتو څخه به د هېواد معاشي حالت ښه شي۔ پلاوي د سي پېك په وړومبي پړاٶ كښې د توان د پېداوار زياتېدو ستائنه كولو سره ووېيل دې سره به د هېواد كوټلي پرمختګ له مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں