اسلام آباد ۔28 اکتوبر(اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی د اتوار په ورځ د تركيه په درې ورځنۍ سركاري دوره روانېدو نه وړاندې د اسلام آباد په نړيوال هوائي مېدان خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د اسرائيل د يو رياست په حېث د تسليمولو هېڅ امكان نشته۔ پاكستان ټول عمري د فلسطين م??اتړ كړې دې۔ ده و??ئيل زما په حكومت كښې خو نه په داسې كومه خبره مشاورت شوې او نه اسرائيل سره كومې اړيكې جوړولې شي۔ ده و??ئيل په تاريخي توګه پاكستان ټول عمري د فلسطين م??اتړ كړې دې ولې چې د كشمير په ډول په فلسطين هم ناجائزه او غاصبانه قبضه شوې ده۔ ده و??ئيل د اسرائيل تسليمولو په اړه په كوم وړاندې غور نه كېږي او نه ددې كوم امكان شته۔ پاكستان ته د اسرائيلي الوتكې راتلو په اړه اولس مشر ووئيل د دې ډول اطلاعاتو خپرونكو په خپلو بيانونو كښې تضادات دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئيل د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې معاملې سره پاكستان هېڅ تعلق نه لري۔ بياهم پاكستان غواړي چې د سعودي عربستان او تركيه ترمينځھ اړيكې په ځائې ساتلو سره دا مسئله حتمي انجام ته ورسوي۔ ده و??ئيل تركيه ټول عمري د پاكستان مرسته كړې او د كشمير مسئلې په شمول په نورو چارو پاكستان سره سم ولاړ دے۔ ده و??ئيل د تحریک خلافت وخت څخه تر دې دمه هر ډول حالاتو كښې د پاكستان او ترك اولس ترمينځه د ورورولۍ اړيكې پاتې شوي دي۔ ده و??ئيل د اولس مشر طيب اردګان حكومت په مهال د نړيوالو سازشونو باوجود په تركيه كښې جمهوريت مستحكم شوې۔ اولس مشر ووئيل د تركيه دورې په مه??ل به د استنبول هوائي مېدان پرانستې دستوره كښې ګډونو كوؤنكو نورو نړيوالو لارښودو سره سره د تركيه مشرتابه سره د اړيكو پراختيا او استحكام په لړ كښې ملاقات كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئيل د پي ټي آئي حكومت مستحكم دے او د قومي معيشت بح??لۍ له ئې د حكومت پورته كړې ګامونه وستائل۔ ده د قومي معيشت بحالولو او د ادائيګو توازن غوره جوړولو له د درې اربه ډالرو او سباؤن كښې د ادائيګۍ ترمخه د 3.2 ارب ډالرو تېلو په وركولو د سعودي عربستان م??نه و??ړه۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د وزیراعظم عمران خان د نومبر په اولنۍ اونۍ كښې د چين دورې به مثبتې نتيجې رامخې ته شي۔ دغسې ده و??ئيل پاكستان متحده عرب امارات سره شريكې مرستې ٬ سرمايه كارۍ او برآمداتو كښې اضافه كولو كښې خوښي لري۔ اولس مشر ووئيل موجوده حكومت ته په ميراث كښې د ترلاسه شويو مسئلو حل كېدل به واخت اخلي او هېواد به د دې مسئلو نه وتلو كښې كامياب شي۔ ده و??ئيل د ډالر قيمت كښې زياتوالي سره د حكومتي پالېسۍ هېڅ تعلق نشته چې عمران خان كوم وخت د وزيراعظم په حېث خپل منصب سنبال كړو نو د ډالر ماليت 128 روپۍ وو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئيل په سندھ كښې د ګورنر راج په ځائې كولو راپورونه بې بنسټه دي بياهم ده د صوبې پرمختګ او ښه والي له د سندھ حكومت د مرستې په حاجت زور راوړو