اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د فاټا د انضمام عمل پايې ته رسول او ق??ائيلي سيمې په اسانيو كښې د هېواد نورو سيمو سره سمول د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده٬ حكومت قبائيلي سيمو كښې بلدياتي نظام زر تر زره نا??ذ كولو لپاره هڅې كوي۔ وزيراعظم دا خبرې فاټا سره د تعلق لرونكو سناتورانو پلاوي سره كړې دي چا چې د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ د فاټا سناتورانو په پلاوي كښې سید شبلي فراز، هدایت اللہ، هلال الرحمان، اورنګزېب، تاج محمد، سجاد حسېن، حاجی مومن خان او مرزا محمد آپریدۍ شامل وو۔ د ملاقات په مهال د قبائيلي سيمو په مجموعي صورتحال ٬ د فاټا انضمام ٬ په انتظامي چارو او په نورو مسئلو خبرې وشوې۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د فاټا د انضمام د ع??ل بشپړتيا او ق??ائيلي سيمو ته د نورو سيمو غوندې آسانۍ وركول د حكومت وړومبۍ ترجيحه ده۔ ده ووئيل چې قبائيلي سيمو كښې د بلدياتي نظام نفاذ سره به د اولس په صحيح معنو كښې اختيار مند جوړولو او د پرمختګ ع??ل باوري كولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ حكومت قبائيلي سيمو كښې بلدياتي نظام زر تر زره نا??ذ كولو لپاره هڅې كوي