اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي)د دفاع وزارت دفاع سېكتر لېفټيننټ جنرل(ر)ضميرالحسن په خاص بلنه د رېشين فېډرېشن نائب دفاع وزير كرنل جنرل اليګزينډروي فومين په مشرۍ كښې پلاوي د پاكستان رشين جوائنټ ملټري كنسلټېټو كمېټۍ(جے اېم سي ??ي)وړومبۍ غونډه كښې برخه اخستلو لپاره د پاكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره راغلې۔جے اېم سي ??ي پرانستې غونډه د نهې په ??رځ دفاع وزارت پېنډۍ كښې وشوه۔خاص مېلمه د دفاع وزير لېفټيننټ جنرل(ر)نعيم خالد لودهي او دفاع سېكتر لېفټيننټ جنرل(ر)ضميرالحسن شا?? سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔د دوه اړخيزه خبرو اترو د عمل په مهال د موجوده دفاعي اړيكو صورتحال او د لا زياتوالې په چارو غور وشو۔د پاكستان او رېشين فېډرېشن ترمينځه دفاعي مرستې لپاره جے اېم سي ??ي تر ټولو لويې فورم دے۔جے اېم سي ??ي د پرانستې غونډه كښې د دواړو هېوادونو مينځني ختيز او افغانستان حالاتو پشمول په دوه اړخيزه او مهمو نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د سركاري دورې په مهال به د رېشين فېډرېشن اعلٰی كچ پلاوي د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن او دريو واړو سروسز چيفس سره هم ملاقاتونه كوي