اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پی) د قانون او انصاف وفاقي بېرسټر سید علي ظفر سره د يو اېن ډي پي پاكستان كښې د فاټا ګورننس پراجېكټ چيف ټېكنيكل سپېشلسټ سكائي كرسټنس ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د فاټا او پاټا خېبر پښتونخو?? كښې د انضمام چارو پحقله خبرې اترې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل د فاټا خېبر پښتونخو?? كښې د انضمام پحقله مسئلې به په ترجيحي بنيادونو هوارول باوري كولې شي۔ ده ووئيل د فاټا وګړو ته به هم ھغه آسانۍ وركولې شي كومې چې د خېبر پښتونخوا اولس ته ترلاسه دي۔ وفاقي وزير د فاټا ګورننس پراجېكټ چيف ټېكنيكل سپشلسټ سكائي كرسټس ته ووئيل وزيراعظم د پاټا او فاټا خېبرپښتونخو?? كښې د انضمام نه پس آسانۍ وركولو لپاره وفاق او د خېبرپښتونخوا په كچه كمېټۍ جوړې كړې ۔ د ملاقات په مهال د فاټا ګورننس پراجېكټ چيف ټېكنيكل سپشلسټ سكائي كرسټس وفاقي وزير ته ووئيل يو اېن ډي پي به راتلونكو څلورو كلون?? په مهال فاټ?? كښې د تعليم ٬ سماجي٬ معاشي ٬ قانون سازۍ كښې بهترۍ او كلتوري اړيكو لپاره 26 مېليونه ډالره وركوي۔ ده ووئيل يو اېن ډي پي د اولس د مسئلو د ه??اري ډاډګيرنه كوي۔ ده فاټا او پاټ?? كښې اولس ته آسانۍ وركولو لپاره د وفاقي وزير د ه??و ځلو ستائنه وكړه۔ ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا ٬ د قانون او انصاف وزارت چارواكې هم موجود وو