اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به نن د جلال پور پيروالا- اچ شريف سېكشن پرانسته كوي۔ 45 كلوميټره اوږد دا سړك د ملتان- شجاع آباد- جلال پور پيروالا- اچ شريف- ترنډه محمد پناه د سړك برخه دے۔ په سوئيلي پنجاب كښې د دې سړك اپ ګرېډشن او بحالې س??ه به په قومي لويه لار اېن فائيو د ټرافيك فشار هم كم شي۔ د پروژې ترسره كېدو سره به د تګ راتګ اسانيې ښې شي او ورسره به تجارې چارې زياتې شي او د سفر وخت به كم شي۔ دې پروژې س??ه به د روزګار موقع پېدا شي او غربت به كم شي٬ د سي??ې د كركيلې پېداوار به منډې ته په اسانه ورسي۔ د سوئيلي پنجاب سي??ه د هېواد شمالي لويديزو او جنوبي سي??و لپاره د سنګم حيثيت لري۔ دا سي??ه د پومبې مهم مركز دے٬ اوسني حكومت د دې سي??ې پرمختګ لپاره يو شمېر اقدامات كړي دي۔ حكومت په دې سي??ه كښې مجموعي پرمختګ په نظر كښې س??تلو سره د 142 كلوميټره د سړك بهترې او بحالې پروژه پېل كړه چې د جلال پور پيروالا اچ شريف سېكشن پرانسته ئې نن كېږي۔ د كراچې څخه لاهور او پېښور ته تلو??كې ټرافيګ او د بلوچستان څخه د ډېره غازي خان په لار ملتان ته تلو??كې تجارتي ټرافيك به هم دا لا استعمال كړې شي۔ د دې نه علاوه د كراچې- پېښور موټروے په پروژه هم كار روان دے چې له مخې ئې په سوئيلي پنجاب كښې د موټروېز پروژې ترسره كولې شي۔ د لاهور نه تر عبدالحكيم د مورټروے په پروژه په تندې س??ه كار روان دے۔ دغسې د ملتان سكهر پھ موټروے هم كار په تندې س??ه روان دے۔ د فېصل آباد ملتان موټروے هم جوړېږي۔ دغسې د سي پېك په يو شمېر پروژو كار ترسره شوے او په پاتې پروژو په تندې س??ه كار روان دے۔ د سي پېك په نتيجه كښې به پاكستان د تجارتي مركز حيثيت اختيار كړي چې ورسره به د هېواد معيشت قوي شي او د خلقو د ژوند معيار به لوړ شي۔