اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي پاکستان به د شخړيز كشمير اولس د خپل بنيادي حق خپلواكۍ تر وركولو د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي٬ په مقبوضه كشمير كښې د هند منظمه ري??ست?? ترهګري او د قابضو هندي ځواكونو لخوا د مقبوضه وادۍ د اولس د قتل عام په سختو ټكو غندنه كوٶ٬ نړيوالي ورورولي بايد كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د قابضو ځواكونو لخو د ظلم او جبر نوټس واخلي۔ كشمير سره د يوالي ورځې په موقع خپل پېغام كښې وزیراعظم وو??يل د جمو او كشمير اولس د هند د ظالمانه تسلط په ضد تر اوو لسيزو راهسې بې مثاله هلې ځلې دوامداره ساتلې ۔ د بې ګناه كشميريانو په ضد د اوسني جارحيت ٬ كوم كښې چې د شلو نه زيات كشميريان شهيدان او د 200 نه زيات بې ګناه مظاهرچيان ژوبل شوې په جمو او كشمير كښې د هندي قابضو ځواكونو د ظلم او جبر يو ښكاره ثبوت دے۔ هند د شخړيز كشمير د نر اولس د خپلواكۍ حق كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دے پرله پسې انكاري دے۔ وزیراعظم وو??يل د شخړيز كشمير كشاله نه يوازې د نيمې وچې د پاك او هند د وېش نامكمله اېجنډا ده بلكې دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا په شاملو شخړو كښې د ټولو نه پخوانۍ شخړه ده۔ ده ووئېل پاکستان كشمير كښې د هند د منظمې ري??ست?? ترهګرۍ او د هند د قابضو ځواكونو لخوا د شخړيز كشمير د اولس د ب??هم??نه قتل په سختو ټكو غندنه كوي۔ وزیراعظم وو??يل هندي ځواكونه په جمو او كشمير كښې د بې ګناه اولس د بنيادي بشري حقونو پشمول د سوله ايزې اجتماع د حق بد ترينه خلاف ورزۍ كوي٬ده ووئېل د شخړيز كشمير سينئر حريت مشران نيولي شوي يا په كورونو كښې نظر بند كړې شوې٬ د پاكستان اولس او نړيواله ورورولي د جمو كشمير د اولس بې مثاله جرات او مړانې ته د قدر په سترګه ګوري كوم چې د هند د ري??ست?? آپرېټس تسلط ٬ د بدترينې ري??ست?? ترهګرۍ ٬ د بشري حقونو د خلاف ورزۍ او د تشدد په ??ست??امت سره مقابله كوي۔ وزیراعظم وو??يل نړيوالي ورورولي دي كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د قابضو ځواكونو لخو د ظلم او جبر نوټس واخلي او د دغې خاتمې لپاره د غږ پورته كونكې د جمو او كشمير اولس سره كړې لوظونه دې تر سره كړي۔