اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خ??قان عباسي وئيلي دي چې شتمن خلق دې د انسانيت خدمت لپاره د الشفاء ټرسټ خدمات په نظر كښې وساتي ځكه چې په دې روغتون كښې د خ??ماتو څخه د لكونو په شمېر خلق استفاده كوي۔ ده دا خبرې د الشفاء 27مې كلنې ورځې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم شاهد خ??قان عباسي ووئيل چې الشفاء ټرسټ روغتون د لكونو په شمېر خلقو ته د روغتيا معياري اسانيې وركوي او په دې كار كښې ډاكټرانو او عملې د روغتيا لوړ معيار قائم كړے د كوم چې نه يوازې په ځائ د ساتلو بلكې د لا ښه كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې په ټوله پېسفك ا??يا منطقه كښې دا يو ځانګړې روغتون دے چې مقصد ئې د سترګو د ناروغيو په وخت علاج او په خاص توګه ماشومان د هغو ناروغيو نه بچ كول دي په كومو كښې چې د 80 فيصده علاج ممكن دے۔ ده الشفاء ټرسټ روغتون باني لېفټېننټ جنرال﴿ ر﴾ جهانداد خ??ن مرحوم خدماتو ته پېرزوي??ه وړاندې كړه۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خ??قان عباسي چلډرن آئي روغتون لپاره د 20 كروړه روپو عطيه كولو اعلان هم وكړو۔ په دستوره كښې د الشفاء آئي ټرسټ بورډ اف ټرسټيز٬ شتمنو خلقو او نورو هم ګډون وكړو۔ وزيراعظم د دستورې په پاې كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوونكو ته اتوارډونه هم وركړل۔