اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان د جمهوري هڅ?? په نتيجه كښې جوړ شوے۔ د پاكستان د بقاﺀ ٬ سلامتيا٬ يو والي ٬ پرمختګ او سوكالۍ راز د جمهوريت سره تړلې دے ۔ د آئين او قانون سرلوړۍ باوري كولو څخه ځانله عزت ترلاسه كولې نشو۔ دا خبره ده د پاكستان ورځې په م??قع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې نن د جمعې په ورځ د جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ وزیراعظم ووئيل ننۍ ??رځ 78 كاله وړاندې دهغه عظيمې ورځې يادګېرنه كوي كله چې د سوئيلي آسيا مسلمانانو د غلامۍ زنځيرونو شلولو او د يو آزاد اسلامي رياست جوړولو كلكه پرېكړه كړې وه۔ ده ووئيل په ننۍ ??رځ د لاهور تاريخي غونډه كښې مسلم لیګ د قائد اعظم محمد علی جناح په مشرۍ كښې هغه تاريخ جوړونكې قرارداد منظور كړې و كوم چې وروستو د قرارداد پاكستان په نامه مشهور شو۔ده ووئېل دې قرارداد د منزل شعور وركړو او د 7 كال?? په لږه م??ده كښې پاكستان جوړ شو۔ د دې منزل تصور علامه اقبال په كال 1930 كښې وړاندې كړې ؤ۔ وزیراعظم ووئيل په دې ورځ به م??نږ له خپل پخوا ته په غور كتلو سره د خپل حال او سباؤن جوړولو فكر كول وي۔ ده ووئيل مونږ له خپلو كاميابو سره سره د خپلو كمزوريو هم جاج اخستل وي۔ ده ووئيل پاكستان د جمهوري هڅ?? په نتيجه كښې جوړ شوے۔ د پاكستان د بقاﺀ ٬ سلامتيا٬ يو والي ٬ پرمختګ او سوكالۍ راز د جمهوريت سره تړلې۔ وزيراعظم ووئېل د آئين او قانون سرلوړۍ باوري كولو څخه ځانله عزت ترلاسه كولې نشو۔ ده ووئيل مونږ له به دا لوظ كول وي چې د ګران هېواد مضبوطيا او سرلوړۍ له به د يو ژوندي او عزم لرونكي قام په توګه د اقبال او قائد افكار د لارې مشال جوړوؤ