لاهور۔17 مارچ(اے پی پی ) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي زده كړې د كامياب سباؤن ترلاسه كولو تر ټولو غوره ذريعه ده۔ په دنيا كښې زده كړې او خواري هغه دوه پوړۍ دې چې په سوب ئې انسان اسانۍ سره خپل منزل ترلاسه كوي۔ د مور پلار دعا اخستونكې او د استاد احترام ??وؤنكې چرې نه ناكامه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير تېره ورځ د صوبائي سرښار لاهور آپا نثارفاطمه هائی سکول كښې د انعامونو وېش كلنې دستورې ته خطاب كښی وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل هر مور پلار دې د خپلو بچو د ښه تعليم بندوبست باوري كړي۔ په خاص توګه د انجونو تعليم لپاره دې غوره ??نت??ام ??كړې شي۔ نن په ملكي او غېر ملكي تعليمي ادارو كښې طالبعلمانې غوره كامي??بۍ ترلاسه كولو سره د هېواد نامه روښانه كوي۔او مونږ په خپلو لونړو وياړ لرو۔ ده ووئيل انجونو ته بايد د زده كړو زياته موقع وركړې شي۔ هم دا زده ك??ې به سباؤن كښې د كامي??بۍ دروازه پرانېځي۔ وفاقي وزير ووئيل د تعليم مقصد يوازې پېسه ګټل بايد نه وي بلكې د ايجوكېشن د لارې دې انسان ته د انسانيت شعور وركړې شي دغسې چې هغه خپل مق??د وپېژني۔ او دا تعليم دے چې د انسان او حېوان ترمينځھ فرق په ډاګه كوي۔ د دستورې په پايه كښې غوره كاميابي ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو او طالباتو ته مېډلز او شيلډز وركړې شول او وفاقي وزير ته سووینئر وړاندې كړې شو